سیاستخبرونهامنیتTOP

د محمد اشرف غني په مشرۍ د بلخ د لوړپوړو امنيتي چارواکو غونډه جوړه شوه

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

جمهوررييس محمداشرف غني بلخ ته د خپل سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې د لوړ پوړو امنيتي چارواکو په غونډه کې د بلخ او ګاونډيو ولايتونو د امنيتي وضعيت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

دغه غونډه چې د بلخ ولايت په مقام کې جوړه شوه لومړى امنيتي چارواکو د بلخ او ګاونډيو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د دښمن د خووځښتونو د شنډولو لپاره يې خپل  پلان له جمهوررييس سره شريک کړل.

دوى ډاډ ورکړ چې د دوى دهڅو په همغږۍ او همکارۍ سره د نظام په دفاع او د دښمن د توطيو شنډولو لپاره د خلکو په ملاتړ سره هر ډول قرباني ته چمتو دي.

محمد اشرف غني د دوى د ويناو او وړانديزونو له اورېدو وروسته  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال او لوړ ظرفيت، اوهمدارنګه د دښمن پر وړاندې دهغوى مقاومت او متانت په خاطر مننه وکړه.

جمهوررييس زياته کړه چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو تمويل او تجهيز لپاره  نړيوال مکلفيتونه په خپل ځاى پاتې دي او تاسو د حکومت د مشرتابه بشپړ ملاتړ  له ځان سره لرئ.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته