سیاستخبرونهاقتصادTOPټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو د فریکونسیو د مزایدې پایلې اعلان کړې

کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې، د پرمختللو «مبایل براډبانډ» خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د فریکونسیو مزایدې پایلې اعلان کړې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسینو په مرکز جوړه شوې وه؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته، په هر سکتور کې پرمختګونه شوي او د پام وړ لاسته راوړنې هم شتون لري.
مولوي حقاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژجۍ وزارت ځینو مهمو لاسته رواړونو ته په اشارې، وویل چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې د مخابراتو په سکتور کې زیاته پانګونه شوې وه، خو پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې نه وې برابرې شوې؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره هغوی ته ښه چاپېریال او زیاتې آسانتیاوې برابرې شوي او د مخابراتو په سکتور کې ښه نظم راغلی دی.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت له راتګ مخکې، د هېواد په کچه ۷۷۴۵ مخابراتي سایټونه موجود و؛ خو اوسمهال دغه شمېر ۸۱۶۴ رسېدلی دی. همدا رنګه د «4G» خدمتونو د وړاندې کوونکو سایټونو شمېر ۵۸۸۹ و چې اوس دغه شمېر ۸۰۴۱ ته رسېدلی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې په هېواد کې د سیمکارتونه د وېش او کارولو په برخه کې زیاتې ستونزې موجودې وې؛ خو اوسمهال دغه ستونزې ۹۵ سلنه حل شوي او په دې لاره کې هڅې روانې دي.
حقاني دغه راز پر مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د مزایدې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې فریکونسي ملي شتمني ده او خرڅېږي نه؛ بلکې اړوندو ادارو ته په اجاره ورکول کېږي.
د هغه په خبره، مخکې پر دغه مزایده باندې چې د بهرینو شرکتونو له خوا ترسره کېده؛ څه باندې ۵۰۰ زره ډالره لګښت راغلی و؛ خو اوسنۍ مزایده چې د افغاني استعدادونو پر مټ ترسره شوې ده؛ ټول لګښت یې څه باندې ۴۰۰ زره افغانۍ دی.
همدا رنګه، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي، د فریکونسیو د مزایدې پایلې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې اتصالات مخابراتي شرکت د ۲۰ میلیونه ۵۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې، په ۱۸۰۰ میګاهرټز بانډ کې د ۵ میګاهرټز فریکونسي؛ روشن مخابراتي شرکت د ۱۹ میلیونه یو زره ۴۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې، په ۱۸۰۰میګاهرټز بانډ کې د ۵ میګاهرټز فریکونسي؛ «ام.ټي.ان» مخابراتي شرکت د ۳۲ میلیونه ۸۸۸ امریکايي ډالرو په بدل کې، په ۲۱۰۰ میګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرټز فریکونسي؛ د اتصالات مخابراتي شرکت د ۱۳ میلیونه ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې، په ۲۶۰۰میګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرټز فریکونسي او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۳ میلیونه ۴۰۰ زره ۲۲۶ امریکايي ډالرو په بدل کې، په ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډ کې د ۱۰ میګاهرټز فریکونسي ګټونکي شول.
د غونډې په بهیر کې د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري هم د یادې مزایدې پر اقتصادي ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي سیاست پر شفافیت او حساب ورکولو ولاړ دی او دغه مزایده کولی شي د ملي عوایدو د پیاوړتیا او د زیربنايي او پرمختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې ښه رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو لپاره فریکونسیو مزایده پرون (د روان میلادي کال د مارچ په ۱۷مه چې د ۱۴۰۲ مالي کال د کب له ۲۷مې سره برابره ده) په شفاف ډول ترسره شوه چې په پایله کې څلورو مخابراتي شرکتونو له۵۰ میګاهرټز وړاندې شوې فریکونسي څخه ۴۰ میګاهرټز فریکونسي، د څه باندې ۹۸ میلیونه ډالرو په بدل کې ګټونکي شول.
د دې مزایدې د ترسره کولو موخه، په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره د یادې محدودې له طبیعي سرچینې څخه د اغېزمنې استفادې او د مخابراتي خدمتونو د لوړ کیفیت وړاندې کولو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي چې په پایله کې به د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو په کیفیت او سرعت کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته