اقتصادTOPټکنالوژي

د مخابراتو وزارت سرپرست: هڅې کوو د انټرنټي خدمتونو او مکالمې بیه راټيټه او کیفیت یې ښه شي

کابل / د لیندۍ ۲مه / باختر
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني د باختر آژانس له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه وزارت هڅې کوي د انټرنټي خدمتونو او مکالمې په بیو کې کمښت او په کیفیت کې یې ښه والی راشي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست، په دې مرکه کې د “اترا” ادارې په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې دغه اداره پخوا د مخابراتو وزارت په چوکاټ کې نه وه، خو اوس د دغه وزارت په اډانه کې یوه مستقله اداره ده او د “سلام” شبکې په ګډون پنځه خصوصي مخابراتي شبکې د دغې ادارې تر نظارت لاندې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه چې اوس په وزارت کې ځیني اصلاحات راغلي دي، نو هڅې روانې دي چې د انټرنټي خدمتونو او مکالمې بیه راټيټه او کیفیت یې ښه شي او دا کار یوڅه وخت غواړي.
هغه ټینګار وکړ چې اوس د قانون په مقابل کې خنډونه لرې شوي دي او قوانین پر ټولو شبکو یو ډول پلي کېږي.
هغه ډاډ ورکړ چې د مخابراتي خدمتونو۱۰سلنه ‍پیسې د اسلامي امارت بودجې ته ځي او په دې برخه کې د لاسوهنو مخه نیول کېږي او پر لا شفافیت یې ټینګار وکړ.
دغه راز مولوي نجیب الله حقاني څرګنده کړه چې د تېر ر‍ژیم مشرانو د دې پرځای چې ملت ته ښه خدمتونه وړاندې کړي او مهمې موخې تعقیب کړي، تر ډېره بریده یې په ادارو کې د رقابت میدان جوړ کړی و.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ وزیر یواځې سمبولیک نقش لاره او ډېر صلاحیتونه ترې اخیستل شوي وو او مخابراتو وزارت په یو سهامي شرکت بدل شوی و چې دا خبره هم ملت او هم نړیوالو ته ښکاره ده.
حقاني وویل چې په دغه وزارت کې هېڅ نه وو پاتي، ځکه “سلام” شبکه چې په افغان تلیکام شرکت پورې اړونده ده، په مالیې وزارت پورې مربوطه شوه، د ټکنالوجۍ په برخه کې د مخابراتو لویه برخه د مرکزي احصائیې ادارې ته ورکړل شوې وه او د افغان پُست ریاست هم مالیې وزارت ته ورکړ شوی و او دغه کار ځکه شوی و چې دغه وزارت د اشرف غني په سهم کې نه و، بلکې د نورو په سهم کې و.
خو هغه ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مسوولینو د هڅو په پایله کې، د دغه وزارت له لاسه وتلې ادارې بېرته د وزارت چوکاټ ته راغلې دي او اوس کولای شي په خپلواک ډول خدمت وکړي او ملت ته ځواب‌ویونکی واوسي.
په همدې حال کې حقاني، د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه وویل چې تراوسه په دې برخه کې یواځې ښارونو ته پاملرنه شوې ده، خو اسلامي امارت غواړي په راتلونکي کې د هېواد په ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه جګړه ځپلو سیمو کې سایټونه بېرته فعال کړي.
هغه د غیر راجسټر شویو سیمکارټونو په اړوند هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د دغې ستونزې د حل په موخه یوه طرحه برابره شوې ده او هیله یې وښوده چې دغه طرحه عملي شي.
همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په دې مرکه کې په حکومتي فیسبوک‌پاڼو کې د ځینو ستونزو د رامنځته کېدو په اړه د باختر آژانس خبریال ته وویل: فیسبوک یوه مستقله اداره ده او خپله پالیسي لري، دغه شبکه اسلام دښمنه پالیسي کاروي او د اسلامي امارت له نوم او اسلامي اصطلاحاتو سره حساسیت لري.
هغه زیاته کړه: موږ دوه لارې لرو: (یا د فیسبوک فعالیت بیخي بند کړو او یا هم دغه حالت وزغمو.) اصلاح یې زموږ په لاس کې نه دی او که بند یې کړو، نو ملت خپه کېږي. خو موږ د ملت لپاره صبر کوو او هڅې کوو چې د حل یوه لاره پیدا کړو.
مولوي نجیب الله حقاني، همدارنګه د کادرونو د ساتلو او د نویو کسانو د جذب په تړاو د مخابراتو وزارت د هڅو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل: په تېرو ۲۰ کلونو کې د داخلي ظرفیتونو په ځای پر بهرني ظرفیتونو کار شوی دی او زموږ ټینګار پر داخلي ظرفیتونه دی.
هغه ډاډ ورکړ چې د ولس د هوساینې لپاره کار کوي او دغه راز یې له هغوی څخه وغوښتل چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او خپلې ستونزې له دغه وزارت سره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته