TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مرکزي حکومت ننګول؛ د نظام کمزوري کول دي

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په فاریاب کې د نوي والي د ټاکل کېدو پر وړاندې د ځایي خلکو غبرګونونه د اندېښنې وړ دي. له بده مرغه لا تراوسه دغه کړکېچ ته د حل معقوله لاره موندل شوې نه ده. اصلي خبره دا ده چې هرڅوک په دغو حساسو شرایطو کې مرکزي حکومت ننګوي، په حقیقت کې نظام کمزوری کوي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
افغانستان اوس د خپل تاریخ له خورا حساس پړاوه تېرېږي. د جګړې او سولې موضوع مطرح ده او ورسره جوخت د نظام، جمهوریت او په ټوله کې د افغانستان د برخلیک موضوع مطرح ده. په دغه راز شرایطو کې د نظام پیاوړتیا ته اړتیا ده، نه کمزورتیا ته.
له بده مرغه هغه څه چې اوس په فاریاب کې روان دي، دا نظام نه پياوړی کوي، برعکس نظام لا کمزوری کوي. موږ د خلکو د احساساتو او ولولو درناوی کوو، موږ د ولسونو د خوښې او پرېکړې درناوی کوو، موږ باور لرو چې په هره پرېکړه او اقدام کې باید د خلکو نظر وپوښتل شي او له هغوی سره په سلامشوره کې کار وشي؛ خو موږ باید قانون ته هم غاړه کېږدو.
د افغانستان د نظام څرنګوالی په اساسی قانون کې تعریف شوی دی. د افغانستان نظام، ریاستي دی او جمهوررییس د درې ګونو قواوو مشري کوي. همدارنګه د والیانو ټاکل هم د جمهوررییس واک دی. د هر ولایت والي په حقیقت کې د جمهوررییس استازی دی او جمهوررییس د ملت استازی دی، ځکه چې ملت د انتخاباتو له لارې ټاکلی دی.
په دې توګه د والیانو ټاکل په حقیقت کې یو دموکراتیک بهیر دی، یانې د خلکو په خوښه او رایو ټاکل شوی جمهوررییس د افغانستان د لوړو ملي ګټو په رڼا کې والیان ټاکي. که کوم څوک راپورته کېږی او د جمهوررییس دا پرېکړه ننګوی او پرخلاف یې راپورته کېږي، مانا یې دا ده چې دوی په حقیقت کې اساسي قانون ننګوي او پرخلاف یې راپورته کېږي، دوی نظام ننګوي او پرخلاف یې راپورته کېږي.
دلته بیا د دوی او هغو وسله والو مخالفانو ترمنځ توپیر ګرانېږي چې وسله په لاس د نظام پرخلاف جګړه کوي او اساسي قانون نه مني، نظام نه مني او د پرځولو لپاره یې کوښښ کوي. دا چې یو ووایي دا والي نه منم، بل ووایي چې وزیر نه منم او بل هم ووایي چې ولسوال او قومندان نه منم؛ نو دا خو بیا نظام نه شو، دا خو دولتی نظم نه شو، دا خو په دولتي تشکیلاتو کې د مراتبو سلسله نه شوه، دا د کلمې په رښیتنې مانا خپلسري شوه، ګډوډي شوه، انارشي شوه او د زور ښکاره کول شول. دا کټ مټ هغه څه دي چې د افغانستان تاریخي دښمنان یې غواړي.
پر یو شخص او چارواکي باید د قومي، سمتي، مذهبي او ژبنيو ملحوظاتو په رڼا کې قضاوت ونه شي او له دغو عینکو ورته ونه کتل شي؛ بلکې د شخص پر وړتیاوو قضاوت وشي، د هغه پر پوهې، تجربې او د هېواد او ولس پر وړاندې د هغه پر ژمنتیا او تعهد قضاوت وشي.
والي کار لا پيل کړی نه دی، خپل دفتر ته لا تللی نه دی او پر څوکۍ لا ناست نه دی، چا یې هلته وړتیا لیدلې نه ده؛ خو پر خلاف یې مخالفت پورته کېږي او ویل کېږي چې د هغه ولایت نه دی، د هغه قوم نه دی او تخلص یې په یو بل ولایت پورې مربوط دی. دغه راز قضاوت له پيله تر پایه ناسم دی.
که موږ ټول ځانونه افغانان بولو، که موږ ټول ځانونه د دغه وطن او هېواد ګڼو؛ نو فکر مو باید افغانستان شموله وي، ملي وي، نه قومي او سمتي. اوس د دې وخت دی چې د نظام د پیاوړتیا لپاره کار وشي، نه د نظام د کمزوري کولو لپاره.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته