خبرونهښوونه او روزنه

د مرکز کابل تخصصي پروګرامونو ازموینه کې سلګونه کسانو ګډون وکړ

کابل، د ثور ۳۰ مه، باختر
په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل، ” له تېرو ۴۳ کلونو راهیسي علماء کرام په دې هڅه کې وو، چې افغان ولس او نوي نسل ته روزنه ورکړي او خدمت وکړي، چې خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت دوی ته د یاد خدمت زمینه برابره کړه.”
ښاغلي حقاني د ازموینې پر شفافیت ټینګار وکړ او ویې وویل، ” له ازموینې وروسته بریالي شویو کسانو ته موږ د لیلې او اړوند نور لازم سهولتونه برابر وو؛ نو دوی باید تر هر چا زیات کار او خدمت وکړي، د مسلمانانو ضرورتونه پوره کړي او داسې خلک وروزي چې نورو ته نمونه شي .”
د یادونې وړ ده، چې لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعو او تخصصاتو عمومي ریاست اړوند د مرکز کابل د پنځو تخصصي( تفسیر، حدیث، دعوت، فقه او قضا او اسلامي اقتصاد او بانکداري) پروګرامونو لپاره، چې شاوخوا ۴۵۰ استادانو ثبت نام کړی وو، له ګډون کوونکو یې تحریري ازموینه واخیستل شوه او له دوی به تقریري ازموینه د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو په وزارت کې اخیستل کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته