ټولنه

د مزارشريف خلکو د جمهوريت ملاتړوکړ

کابل / د کب ٢مه / باختر
د مزارشريف يوشمېر خلکوپه يوه غونډه کې له خپل بيرغ اوجمهوري نظام ملاتړ وکړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د مزارشريف يوشمېر ځوانانو د مدني ټولنې د بنسټونو يو شمېرغړو، محصلانو اوخلکو په يوه غونډه کې د هېواد له درې رنګه بيرغ او د هېواد د بيرغ د بدلولو په اړه د طالبانو د غوښتنې په ردولو سره له جمهوري نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
هغوى زياته کړه چې د جمهوري نظام پلويانو او د افغانستان خلکو د هېواد د درې رنګه بيرغ د لوړ ساتلو لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي اواجازه نه ورکوي چې د هېواد د بيرغ رنګ بدلون وکړي .
دغه راز د دغې غونډې يوشمېر برخه والو له طالبانو وغوښتل چې په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره پلمه جوړه نه کړي او د خبرو اترو له لارې د افغانستان خلک له دغه حالت څخه وژغوري .
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته