کابل / د وري ۱۱مه / باختر
د مزار شریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوایي ډګر څخه د مزار شریف ـ استانبول او برعکس مستقیمې الوتنې نن پیل شوې.
د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند نعیم صالحي باختر آژانس ته وویل چې د کام ایر هوایي شرکت د مسافرو د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه، د مزار شریف ـ استانبول او برعکس مستقیمې الوتنې د سه شنبې په ورځو کې عملي کېږي.
پای/ سعیده