امنیت

دحقاني دشبکې يو قوماندان په يو ماشوم جنسي تيرى وکړ.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٥
دملي امنيت اداره وايي دحقاني شبکې دقوماندانانو له خوا په ماشومانو جنسي تيرى  کيږي.
ددغې ادارې په خبرپانه کې چې نن باختر آژانس ته رسيدلې ده  ويل شوي دي دحقاني دشبکې قوماندانان دځانمرګو بريدونو د  زده کړې په  وخت کې   په ماشومانو جنسي تيرى کوي.
دملي امنيت دلوى  رياست موظفينو دسميع الله  په نامه يو ١٦ کلن  ماشوم  چې دپروان  ولايت دسياه ګرد   د ولسوالۍ اوسيدونکى دى  او غوښتل يې دخوست ولايت امنيه قوماندان د تومانچې په ډزو سره د يو روغتيايي کلينيک دکتنې  په وخت کر ترور کړي  ونيوه.
دغه ١٦ کلن ماشوم دتحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړى او ويلى يې دي چې دخوست ښار په يو هوټل کې يې دشاګرد په توګه  دنده ترسره کوله چې دهمايون په نامه دحقاني دشبکې ديو غړې له خوا دپوځي زده کړو لپاره دحقاني دشبکې  يو قوماندان موسي کليم ته دپاکستان ميرامشا ته وليږدول شو او دځانمرګو بريدونو د زده کړې په وخت کې دموسي کليم او دهغه دورو محمدکليم له خوا څو ځلې ورباندې جنسي تيرى شوى دى  پيښه تر څيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته