سیاستTOP

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د هېواد د روانو مسئلو په اړه خبرې وشوې

۴۰- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د هېواد د روانو مسئلو په اړه بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ سناتورانو وویل: په کابل کې د پرونیو ورښتونو له امله هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د شپې تر ناوخته د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله په سړکونو کې بند پاتې وو چې باید د کابل ښاروالۍ له یادې ستونزې څخه د وتلو لپاره له ټولو بنسټونو سره همغږي، سملاسي او اساسي تدابیر ونیسي او هم یې ټینګار وکړ چې کابل میشتي دې د خپلو استوګنې سیموکې له مسوولو بنسټونو سره لازمه همکاري وکړي.
همدا راز سناتورانو په کابل ښار کې د برېښنا پر کمښت او غیر منظمو پرچاویو سخته نیوکه وکړه او د دې ستونزې د حل لار په موندلو د ټینګار ترڅنګ یې پرېکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس دې د سنا مجلس په یوې عمومي غونډه کې د خپلې ادارې د لنډمهاله او اوږدمهاله تدابیرو او د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزیر دې د ژمي په موسم کې د یاد وزارت د کاري پروګرامونو اړوند معلومات ورکړي.
غونډه کې همدا راز د هېواد لویو لارو او ځینو نورو سیمو کې پر نا امنیو اندېښنه څرګنده او وویل شول چې په دې وروستیو کې د کابل-شمال شاهراه کې د نجراب ولسوالۍ د امنیت مدیر د خپل زوی او هم هلمند کې یو خبریال په شهادت ورسېدل چې باید امنیتي او دفاعي سکتور د لویو لارو د امنیت د ټینګښت او د خبریالانو د ساتنې په موخه جدي اقدام وکړي.
سناتورانو وویل: افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر راتګ به مثبته پایله ونلري، ځکه پاکستاني چارواکو په کراتو کابل ته او د افغانستان لوړ پوړو پلاویو اسلام آباد ته سفرونه کړي، خو د پاکستاني سیاستوالو د نه رښتینولۍ پر بنسټ د دواړو هېوادونو اړیکو کې مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ، په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالي زیات کړي دي، خو بیا هم افغان ولسونه له پاکستان څخه د ګاونډي او مسلمان هېواد په توګه هیله لري چې خپل سیاست بدل او ترهګر تمویل نکړي چې سیمه کې سوله ټینګه او هم قطر کې د سولې بهیر بریالی شي.
د  جرګې ځینو غړیو د هوا د سړښت او د کروناویروس د دویمې څپېد خپرېدو د مخنیوي په موخه له پوهنې، لوړو زدکړو او عامې روغتیا وزارتونو وغوښتل چې زده کوونکې او زده کړیالان دې رخصت او د دې ترڅنګ دې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.
د سلطان غیاث الدین غوري د مقبرې د ترمیم په ګډون د فرهنګي ارزښتونو او میراثونو په خوندیتوب ټینګار، د مجرمینو د انځورونو لګولو کې پاملرنه، د سولې خبرو اترو په نه پرمختګ نیوکه او د پلاوي جوړښت کې په بیا کتنه ټینګار، د روزګان وضعیت ته جدي رسیدګي، له زندانونو څخه د امنیتي منسوبینو بندیانو د خوشي کېدو په موخه د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې د عملي کولو په موخه د له جمهورریيس څخه غوښتنه، د مالیې وزارت له خوا په ملي بودجه کې د سناتورانو د نظریو په شاملیدو ټینګار او ځینې نور مسایل هم نننۍ ناسته کې مطرح شول.
د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې د مجلس لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د وروستیو امنیتي پېښو یادونه وکړه او د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ یې وویل: په اوسني وضعیت کې اړینه ده چې حکومت په خاص ډول امنیتي او دفاعي سکتور د دښمن د پلانونو او دسیسو د شنډولو په موخه خپلو ستراتیژیو کې بدلون راولي، ځکه روان وضعیت له بېلابېلو لوریو د هېوادوالو د اندېښنې سبب دی او باید چارواکي خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
د مجلس لومړي نایب د کابل ښار د امنیتي وضعیت اړوند وویل: په دې وروستیو کې د وسله والو غلاوو په ګډون جنایي جرمونو کې کمښت راغلی دی، خو د ترهګریزو پېښو له پلوه اندېښنې شته او باید یاده مسئله د مناسبو لارو چارو په پلي کولو سره حل شي او د مجرمینو د انځورونو خپرولو کې دقت وشي چې په تېروتنې سره د بېګناه کسانو نومونه او انځورونه خپاره نه شي.
ایزدیار کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سفر ته په اشارې سره وویل: د یاد هېواد د چارواکو سفرونو او ژمنو څخه څو کلنه تجربه شته، خو د افغانستان د سولې او جګړې مسئله کې د پاکستانیانو د نه رښتینولۍ په نسبت هره ورځ هېواد کې جګړه زیاتېږي او وسله وال مخالفین پياوړي کېږي، اوس اړتیا ده چې د هېواد جمهور رییس او د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس د پاکستان له لومړي وزیر سره په ښکاره توګه اساسي موضوعات شریک کړي له دې پرته د تېر په شان تګ راتګ به به یوه باطله دوره وي.
د جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د سلطان غیاث الدین غوري د مقبرې پر ترمیم او رغاونې ټینګار وکړ او د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمېسیون ته یې دنده ورکړه چې موضوع دې د اړوندو ادارو سره شریکه کړي، همدارنګه یې پروان کې د یوه استوپې بیا رغاونه کې د یاد ولایت له مسوولانو او آغا خان بنسټ څخه قدرداني وکړه.
په پای کې یې د عامې روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې د کروناویروس د خپرېدو په مخنیوي کې په ملي کچه لازم تدابیر طرح او پلي کړي او هم یې له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې کروناویروس باندې د ککړیدو څخه د مخنیوي په موخه ګڼ مېشتو ځایونو کې له ماسک څخه ګټه واخلي او په روغتیایي لارښوونو دې عمل وکړي.
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته