خبرونهاقتصادفرهنګTOP

د کانونو او پترولیم وزیر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین او مل پلاوي میس عینک کان وکوت

کابل / د لړم ۲۲ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پطرولیم سر پرست وزیر ملا محمد عیسی اخند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي چارو سر پرست معین مولوي سعدالدین سعید، مل پلاوي د میس عینک کان ( M C C) کمپنۍ د کابل مسوول صفت الله رحیمي میس عینک کان وکوت او د پروژې د چارو پر پيل کېدو یې ټینګار وکړ.
ملا محمد عیسی اخند له رحمیي څخه و غوښتل چې یاده کمپنۍ باید په لنډ وخت کې خپل کار بیرته پیل کړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي. هغه د کمپنۍ مسوول ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
رحمیي د کانونو او بطرولیم سر پرست وزیر او د اطلاعاتو او کلتور د معین په راتګ او په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت پر ښه امنیت خوښي وښو ده.
رحیمي د کار د پیل په برخه کې ژمنه وکړه چې کوښښ به وکړي چې په لنډو ورځو کې یې مسوولین کابل ته راشي او له اسلامي امارت سره په هماهنګۍ خپل کار پیل کړي.
دغه راز دوی تاریخي اثار، لرغونې سیمې او هلته جوړ شوی موزیم هم وکوت او تصمیم ونیول شو چې د ځانګړي میکانیزم له لارې یې ساتنه او انتقال وشي چې د معادن استخراج ته لاره اواره او کارونه په ښه ترتیب مخته لاړ شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته