سیاست

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

– کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر
د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار پکتيا ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دغه سفرکې ټاکل شوې ده د ملي امنيت شورا سلاکار د پکتيا له پوځي او ملکي مسوولينو، د ولايتي شورا له غړو، يوشمېر قومي مشرانو، د ځوانانو له استازو او د دغه ولايت د امنيتي او دفاعي ځواکونو له سرتېرو سره په دغه ولايت کې د روان حالت په اړوند ليده کاته او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دغه راز د دغه ولايت د ملکي او پوځي برخو ستونزې څېړل کېږي او د هغو د څېړنې په خاطر عملي لارې چارې مشخصې کېږي.
ختم – ج – اکرم

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا