امنیت

د ملي امنیت دشورا غونډې د لویو لارو د امنیت پر تامینولو باندې ټینګار وکړ

کابل باختر د سلواغې درې ويشتمه
د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت دشورا غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په بدخشان کې د لاجوردو ډبرود قاچاق د قضیې د څیړنې په موخه د دغه وزارت له لوري د لېږل شوي پلاوي د کار د نتیجې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل، وېې ویل چې به لاجوردډبروبار۶۴ موټرونه د جبل السراج په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا ودرول شول او د کابل ګمرک ته راولېږدول شول.
د ملي امنیت دشورا غونډې پریکړه وکړه چې دغه انډي دې د کابل په ګمرک کې محصول شي او د لاجورد ډبرود قاچاقو د مخنیوي لپاره دې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او په دې اړه دې لازم اقدامات ترسره شي.
ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست د افسرانو د ذاتي قانون د تعدیل د طرحې په اړه خپل پيشنهادونه غونډې ته وړاندې کړل.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې د محاربوي قطعاتو د بریدملانو د ترفیع لپاره دې یوه منظمه طرحه جوړه شي او د افسرانو د ذاتي قانون د تعدیل په باب دې د مالي سرچیني د شتون د څرنګوالي په اړه د مالیې له وزارت سره همغږي وشي. همدا راز په غونډه کې پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت دې د پولیسود افسرانو د ذاتي قانون د تعدیل طرحه تر راتلوونکو دوو اوونیو پورې غونډې ته وړاندې کړي چې په دې اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شي.
د ملي امنیت دشورا په غونډه کې ټینګار وشو چې په پوځي برخه کې د فوق العاده ترفیعاتو د اجراکولو مخه دې ونیول شي.
بیا، د لویو لارو او د کورنیو چارو له وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته د سرحدي قواوو د تشکیل د لېږد د پالیسۍ طرحه د ملي دفاع وزارت د سرپرست او د کورنیو چارو د وزیر له خوا غونډې ته وړاندې شوه او له غور او څیړنې وروسته پریکړه وشوه چې سرحدي پوځ دې د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې پاتې شي او دغه وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په سرحدي پوځ کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه دې د ملي امنیت شورا ته یوه منظمه طرحه وړاندې کړي.
په همدې ډول پریکړه وشوه چې د لویو لارو د امنیت پر ټینګښت دې لا ډیر تمرکز وشي او په غيرقانوني ډول د پیسو د اخیستلو د مخنیوي په خاطر دې د هېواد له سوداګرو سره هم همغږي وشي.
همدا راز تصمیم ونیول شو چې د کورنیو چارو وزارت دې په ګمرکونوکې د پولیسو د فساد د مخنیوي په خاطر د اصلاحاتو یوه طرحه د ملي امنیت شورا ته وړاندې کړي.
وروسته، د ځانګړو عملیاتو د پالیسۍ طرحه او طرزالعمل  تر غور لاندې ونیول شول او تصویب شول. د ملي امنیت شورا د ملي امنیت د مشاوریت د دفتر او د امنیتي سکټورله وزارتونو څخه د یوې هراړخيزې طرحې د جوړولو له امله قدرداني وکړه.
د ملي امنیت دشورا د غونډې په پای کې د هېواد د عمومي امنیتي حالت په اړه د امنیتي سکټور د چارواکو له خوا معلومات وړاندې او تصمیم ونیول شو چې د ملي امنیت شورا په راتلوونکو غونډو کې دې د اړتیا په صورت کې د قول اردوګانو او امنیه قوماندانیو قوماندانان هم حضور ولري.
په همدې ډول پریکړه وشوه چې د هېواد د شمال دولایتونو د امنیتي حالت د ښه والي لپاره دې، د لویو لارو او په ځانګړي ډول د حلقوي سړکونو د امنیت د ټینګښت  په موخه لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته