امنیت

د ملي امنیت لوی ریاست د ګډو عملیاتو پر مهال پر روښنایي جنبش د برید طرح کوونکی وواژه

کابل باختر د کب د مياشتې ٢١
د ملي امنیت لوی ریاست د یو ګدو عملیاتو پر مهال د داعش ترهگرې ډلې دوه قوماندانان هر یو مولوي عبدالقیوم مشهور په شاهین خراساني او فاروقي د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په دیوانه بابا کلي کې ووژل.
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
خراساني په ننګرهار ولایت کې یادې ترهګرې ډلې ته د اړوندو دوه سوه جنګیالیو مشري او په ننګرهار ولایت کې یې د ترهګریزو بریدونو د طرح کولو او ځانمرګو بریدکوونکو د روزلو مسئولیت هم پر غاړه درلود. له دې سره ده د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې پر روښنايي جنبش د ترهګریز برید د طرح کوونکو له ډلې څخه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته