امنیت

د ملي جنبش ګوند يو قوماندان په بلخ کې شهيد شو

کابل / د زمري ٢٣مه / باختر:
په بلخ کې خبرځايونه وايي تېره شپه په دغه ولايت کې د ملي جنبش ګوند يو قوماندان د وسله والو طالبانو په کمين کې شهيد کړاى شو.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي ، علي سرور چې د ملي جنبش ګوند يو له مشهورو قوماندانانو څخه دى له خپلو څو ملګرو سره د بلخ مرکز مزارشريف ښارکې د امام بکري پله په سيمه کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې شهيد کړاى شو.
امنيتي مسوولانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته