کابل، غبرګولي۱۵مه، باختر
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” بامیان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له دینې عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل.
د باميانو مخورو دغه ولايت ته د ملي دفاع سرپرست وزير د سفر هرکلى وکړ او دغه سفر يې د ملت او دولت تر منځ د باور فضا رامنځته کولو په موخه یو نیک فال وباله او له اسلامي امارت څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د بامیانو د خلکو له بشپړ ملاتړ او مېلمه پالنې قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی وړاندیزونه او ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.
همدا راز نوموړي د هغو دفاعي منسوبینو او مسوولینو سره هم وکتل، چې د لویو لارو امنیت د ټېنګښت له پاره پر دندو بوخت دي.
د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع سرپرست وزیر د هېواد د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه تر دې وړاندې یوشمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو.
افغانمل