کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» تېره ورځ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د اردو د مېشتو قطعاتو او جزوتامونو ترڅنګ د اچين، غني خېلو، نازيانو مهمند درې، لعل پورې او ګوشتې ولسواليو کې د ډيورند له فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه.
مولوي محمد يعقوب مجاهد ملي ځواکونه وهڅول ترڅو د هېواد د دفاع او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې لا هم پياوړي او بيداره او د خلکو د خدمت او امنيت په اړه خپل مسووليت په ښه توګه اداء کړي او همدا راز يې د سيمه ييزو مسوولينو د ستونزو اورېدو ترڅنګ له هغو سره د ستونزو د حل ژمنه هم وکړه.
نوموړي د مسوولينو د ستونزو او وړانديزونو اورېدو ترڅنګ هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
هېره دې نه وي چې د ملي دفاع سرپرست وزیر د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه وخت ناوخته د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر کوي او مخکې له دې یې پنجشیر ته هم سفر درلود.
افغانمل