سیاستخبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع سرپرست وزیر پکتیا ته سفر وکړ

کابل، چنګاښ۲۹مه، باختر

ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د خپلو داخلي سفرونو په لړ کې پکتيا ولایت ته سفر وکړ.

مجاهد په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درستیزوال او د دغې قول اردو د دویمې سرحدي لوا قوماندان یې ملتیا کوله تېره ورځ ناوخته د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د مجاهدینو جګړه ییز احضارات له نږدې ولیدل، د هغوى ستونزې يې واورېدې.

مولوي محمد یعقوب مجاهد همدارنګه  د يادو ځواکونو د کار او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ، د هغوی د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او پرسونل یې په نغدي ډالیو وهڅول.

د یادونې وړ ده چې د ملي دفاع سرپرست د خپلو داخلي سفرونو په لړ کې تر دې وړاندې کندهار، پنجشېر، ننګرهار او بامیانو ولایتونو څخه لیدنه کړې وه.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته