کابل باختر دکب دمياشتې ٢٣ :
په ميدان وردګو ولايت کې د يونیسف موسسې په همکارۍ د ماشومانو د حقونود خوندیتوب اودعامه پوهاوي په برخه کې يوولس بېلا بېل ورکشاپونه جوړ شوي دي.
د دغه ولايت د کاراوټولنیزو چارو رېیس سمیع الحق الکوزي باختر اژانس ته وويل ؛ په دغو ورکشاپونو کې درې سوه اويا تنو ته د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې پوهاوی ورکړل شوى دى.
ده زياته کړه چې په دې پړاو کې له پنځلسو کليو څخه هم کتنه کړې چې په ترڅ کې يې د ماشومانو دوه سوه دوولس قضیې پیژندل شوي دي.
د میدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډې ګل زماني دغه شان ورکشاپونه ګټور وبلل او زياته يې کړه چې د نن ورځې ماشومان، د سبا ځوانان او د راتلونکي مشران دي.
زماني د ورکشاپونو له ګډونوالو څخه وغوښتل هغه پوهاوی چې مو د ماشومانود حقونو د خوندیتوب په برخه کې ترلاسه کړی نورو خلکوته يې هم ورسوئ.
1 1 دقیقه لوستل