سیاستخبرونهټولنهTOP

د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

 کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دوحه کې د افغانستان سفارت په مقر کې په  قطر کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل، چې لاسونه سره یو کړي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د افغانستان د خلکو دښمنان قومي، ژبني او مذهبي شخړو ته لمن وهي او غواړي زموږ یووالی ګډوډ کړي، نو په داسې حالت کې باید لاسونه سره یو کړو او پرې نږدو چې زموږ اتحاد او یووالی  له منځه ولاړ شي.

مجاهد زیاتوي: موږ افغانان باید تېر هېر کړو او په کلک هوډ سره خپل هېواد ته خدمت وکړو.

د سرچینې په وینا؛ د ملي دفاع وزارت سرپرست په قطر کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې د ویزو په برخه کې یې د دوی ستونزې د قطر له امیر سره شریکې کړي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته