خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه۶۵۰ ځواکونه فارغ شول

کابل/غوایی ۱/ باختر

د اسلامي امارت ۶۵۰ تنه دفاعي ځواکونه له مسلکي، پوځي او فکري زده کړو وروسته، پرون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي محمد ظريف«مظفر» د امنيت په ټينګښت کې د مجاهدينو د شپو او ورځو هڅې وستايلې او د لويديځ زون خلکو ته يې د سرتاسري امنيت ډاډ ورکړ.

د ځواکونو په فراغت غونډه کې د هرات والي نور احمد اسلام جار او د لويديځ زون مسوولينو هم ګډون کړی وو.

یادو ځواکونو په داسې حال کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل، چې د پوځي چارو یو شمېر شنونکي په هېواد کې د ډاډمن امنیت او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره د یوه ځواکمن روزل شوي او مسلکي پوځ شتون اړین ګڼي او د دې چارې په لا چټکتیا او ښه والي ټینګار کوي.

افغانمل

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته