خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت له ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۵۷۰ ځواکونو فارغ شول

کابل/غوايي۱/ باختر

نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۵۷۰ سرتېري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت رژې په اجرا کولو سره د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول.

د غو سرتيرو د پوځي تکتيکي نمايشاتو په ښودلو سره ډاډ ورکړ، چې دوی به د تجاربو او مهارتونو څخه د اسلامي نظام د دفاع په لار کې د خلکو د ځان، مال او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه په ريښتينولۍ سره ساتنه کوي.

هېره دې نه وي چې یادو ځواکونو په داسې حال کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل، چې د پوځي چارو یو شمیر شنونکي په هېواد کې د ډاډمن امنیت او له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع لپاره د یوه ځواکمن روزل شوي او مسلکي پوځ شتون اړین ګڼي او د دې چارې په لا چټکتیا او ښه والي ټینګار کوي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته