خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز باميانو ته په سفر کې د دغه ولايت امنيتي حالت وڅېړه

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح الدين چې د امنيتي حالت د ارزونې په موخه باميانو ولايت ته تللى، د دغه ولايت له والي او لوړ پوړو امنيتي مسوولينو سره يې وکتل.

د باميانو ولايت يوه سيمه ییز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په دې کتنه کې وویل چې د باميانو ولايت په مرکز او پولو کې هيڅ ډول امنيتي اندېښنه شتون نه لري او امنیتي او کشفي ځواکونه شپه او ورځ  د خلکو په خدمت کې دي.

په همدې حال کې د هېواد لوی درستیز قاري فصیح الدین په دغه ولایت کې امنیتي او ټولنیز حالت ښه وباله.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته