خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د يوه پلاوي په مشرۍ سرپل ولايت ته سفر وکړ

 کابل، د زمري٥ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت پرون د یوه پلاوي په مشرۍ د سرپل  بلخاب ولسوالۍ ته لاړ.

د باختر آژانس سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛  په هغه غونډه چې د باميانو او سرپل واليانو، عالمانو، سپين ږيږو او د سرپل قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه، د ملي دفاع وزارت لوى درستيز سرپل ته د خپل سفر موخه د امنيتي حالت ارزونه او د سرپل بلخاب ولسوالۍ د خلکو  ستونزو ته  رسيدګي  وبلله.

په دې کتنه کې د بلخاب د خلکو په استازیتوب د دغې ولسوالۍ دوو تنو مخورو جوادي او عالمي د افغانستان اسلامي امارت له پروګرامونو خپل ملاتړ اعلام کړ او له پلاوي څخه یې وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې د امنیت، بیا رغونې او پراختیا په برخه کې جدي پاملرنه وکړي ځکه  خلک  په ټولو برخو کې زياتو مرستو ته اړتيا لري.

د غونډې په پاى کې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي مزمل او د هېواد د استخباراتو لوی ریاست مرستیال الحاج نجیب الله ژمنه وکړه چې د بلخاب اوسېدونکو ستونزو ته به رسیدګي کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته