![Logo Defense Ministry](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/04/logo-defense-ministry-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه هېواد په اړه د پاکستان دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې که هرڅوک په هره پلمه د افغانستان په حریم تېری وکړي د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده، چې د هېچا په ګټه نه ده.
په خبرپانه کې زیاته شوې، چې د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت پاروونکې څرګندونې وکړي.
د ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې( که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي).
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی، چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي.
د ملي دفاع وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر ترهغه خبرو ورسته کړي، چې ویلي وو، که اړتیا شي، نو په وینا یې په افغانستان کې به د (ټي ټي پي) مرکزونه په نښه کړي، هغه څه چې د اسلامي مارت له لوري بیا بیا په کلکه رد شوي دي.