کابل / د سلواغی / ۷ / باختر
د ملي دفاع وزیر او د دغه وزارت لوی درستیز مولوي فصیح الدین فطرت د یو سفرپه بهیرکې چې بدخشان ولایت ته يې درلودل د دغه ولایت مهمې سیمې وکتلې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هغه وینا په بهیرکې چې په بدخشان کې میشت د ۲۱۷ عمري قول اردو پورې اړوند په دویمې پلې لوا کې کړې وې ، وویل چې دښمن تل هلې خلې کوي چې له بېلا بېلولارو څخه په تېره بیا د ورور او برابر ملت ترمنځ د سمت ، ژبې ،قوم او نژاد په مطرح کولوسره په افغانستان کې نفاق رامنځته کړي.
هغه په خپلوخبرو کې وویل چې په را تلوونکو ورځو کې د امیرالمومنین د فرمان له مخې، د بدخشان لوا پوځي فرقې ته لوړشي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مولوي فصیح الدین فطرت هم په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې شل کلنه جګړه یواځې د اسلامي امارت پر وړاندې نه وه بلکې د اسلام پرخلاف جګړه وه چې په ظاهري توګه دښمنان ماتي وخوړه خو تل خپل منفي تبلیغات له پردي هېواد څخه اعلانوي چې د مقاومت جبهې د جګړې په حال کې دی ، دا موږ یو پروباګند او له درواغ ډګ بولو او هیڅ ډول مقاومت په افغانستان کې شتون نه لري او نه به ولري .
ع