امنیت

په خوست کې په يوه جومات دمرګاني بمي بريد دعاملانو نيول کيدل

  دخوست ښار باختر دغويي دمياشتې ٢٠ نيټه :
په خوست  ښارکې  په يوه  جومات د وروستي بمي بريد عاملان ونيول شول .
په خوست کې يوه امنيتي مسوول  باخترآژانس ته وويل ؛ چې امنيتي مامورانو دوه ددغه مرګاني بمي بريد په تړاو نيولي دي .
دخوست د يعقوبيو دجومات  په بمي بريد کې اوولس تنه ملکي    لمونځ کوونکي  ووژل شول او څوتنه نور ټپيان شول  . 
له دغو جومات څخه درايې ورکوونکو دنوم ليکنې په مقصد استفاده  کيده .
ددغي پيښې قربانيان لمونځ کوونکي او هغه کسان  وو چې دپارلماني انتخاباتو  او دولسواليو دشوراګانو لپاره يې  په دغه مرکز کې خپل نومونه ليکل.
دغه امنيتي خبرځاى وايي  دغه  نيول شوي کسان  له تروريستي ډلو سره اړيکې لري  او دغه بريد يې دخپلو قوماندانانو په  لارښونه ترسره کړى دى .
له دغه خونړي بريد وروسته  ځينو خبري منابعو دحقاني شبکه يې ددغې پيښې  عامل وبلله
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته