سیاستTOP

د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه

– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کاليزې په اړوند د ملي روغې جوړې د عالي شورا اعلاميه .
د سلواغې ٢٦ د افغانستان د خلکومبارزې سرښندنې او قربانى برياليتوب ته ورسېدې اود پخواني شوروي يرغلګر ځواکونه په ټيټو سرونو له افغانستان څخه ووتل .
د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه نيټه په هېواد يرغل وکړاو خپل لاسپوڅى رژيم يې واک ته ورساوه له هغه وروسته کمونستي رژيم د سرو ځواکونو په مرسته له هيڅ بشري ضد جنايت او د نړيوالو قوانينو له نقضولوڅخه ډډه ونه کړه
د پخواني شوروي اتحاد ١٢٠ زره کسيز ځواک په پرمختللو الوتکواو وسلو سمبال و. خو زموږ د خلکو له سختومبارزو اوميړانې سره مخ شول اودغه ميړانه اومقاومت د ملتونو د ازادي غوښتونکو مبارزو په تاريخ کې بې سارې و.
په پاى کې د پخواني شوروي ځواکونه له لسو کلونوجګړې او ويجاړيو وروسته د افغانستان د خلکو د جهاد اومقاومت په وړاندې ماتې ومنله او په پښيمانى او زياتوتلفاتو اومالي زيانونو په ورکولو سره له افغانستان څخه ووتل.
د افغانستان د خلکو جهاد اومقاومت نړيوالې واکمنې اړيکې ګډودې کړې او د نورو محرومو ملتونو د ازادولو لپاره يې لاره پرانستله .
له بده مرغه د لس کلن اشغال په دوره کې افغانستان په کنډواله بدله شوه څه دپاسه يوميليون تنه شهيدان او په لسګونه زره تنه معلول شول او په ميليونونو نورو بهرنيوهېوادونو ته مهاجرت ته اړ شول .
د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ که څه هم په ناکامى اوماتې سره له افغانستان څخه ووتل خو زياتې ويجاړۍ او مصيبتونه يې پريښودلې .
د پخواني شوروي اتحاد د اشغالګرو ځواکونو د شتون پايلې اوس هم په افغانستان کې لېدل کېږي او د کودتا فرهنګ او د اشغال په وخت کې د تروريزم د شتون بنسټ کېښودل شو.
اوزموږ په هېواد کې د جګړې اود تاوتريخوالي سبب شول .
هيله لرو د سولې د تامينولو لپاره يې روانې هلې ځلې د ٤٠ کلنې جګړې د پاى ته رسولو او د تاوتريخوالي د بندولو لپاره زمينه برابره کړي چې زموږ ملت ارامۍ او پرمختګ ته ورسېږي او موږ د سولې د تحقق لپاره د هر عملي اقدام هرکلى کوو .اوسوله له هر بل لومړيتوب څخه ضروري بولو .
په پاى کې يوځل بيا د پخواني شوروي د يرغل په غندنې سره په سرو ځواکونو د افغانستان د مجاهد ملت د وياړلې برياليتوب د ورځې د سلواغې د ٢٦نيټې له امله ټول اتل او سرلوړ ملت ته مبارکي وايو .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته