کابل، غبرګولي۱۷مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د دوو نورو الوتکو د ترمیم او فعاله کېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اونیو هڅو وروسته، دوه (AN32 روسي او C208) الوتکې بیا فعال او د کابل په اسمان یې بریالي پروازونه تر سره کړل.
AN32 الوتکې چې په هر ډول شرایطو کې د مقاومت له پلوه د لوړ کیفیت لرونکي دي، د دغو الوتکو په بیا فعالیدو سره به د پوځي ټرانسپورټ او لوژستیکي لیږد له ډګره دغه تشه ډکه شي.
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د افغان هوايي ځواکونو تخنیکرانو او انجینرانو یو شمېر غیر فعالې او ویجاړې شوې الوتکې فعالې او ترمیم کړې وې.
افغانمل