سیاست

د ملي مصالحې د عالي شورا رييس د قطر د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

 کابل / د وږي ٢٢مه / باختر
د ملي مصالحې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د سولې خبرو اترو د پرانيستغونډې په څنډه کې د قطر د صدراعظم له مرستيال او بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ملي مصالحې د عالي شورا رييس په افغانستان کې سولې ته د رسېدو په خاطر د قطر دولت د هلوځلو او د افغانستان د سولې خبرو اترو د پرانيستغونډې او کوربه توب له امله قدرداني وکړه.
ډاکټرعبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان لورى دايمي سولې ته د رسېدو په نيت قطر ته راغلى دى او هيله يې وکړه چې طالبان هم د جګړې او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو په خاطر له دغه تاريخي فرصت څخه استفاده وکړي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير، افغانستان خپل متحد او دوست هېواد وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پاى ته رسولو لپاره يې د هلوځلو ډاډ ورکړ.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته