فرهنګ

په ننګرهار کې یو شمېر هنرمندان وستایل شول

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ آمريت اړوند د افغان فلم او هنري چارو مديریت د موسيقۍ د نړيوالې ورځې نمانځنې په پار يو شمېر محلي سندرغاړو او هنرمندانو ته ستاينليکونه ورکړل.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د افغان فلم او هنري چارو مدير محمد شاه مجروح د محلي موسيقۍ پر ارزښت، پیغام او هنر خبرې وکړې او له سندرغاړو او هنرمندانو يې مننه وکړه چې د محلي او سوچه افغاني موسيقۍ په ژوندي ساتلو کې يې هلې ځلې کړې دي.
مجروح د غوره موسيقۍ په پيغام کې د ټولنې د هڅونې او ملي يووالي پيغام ته په اشارې د هغو هنرمندانو ستاينه وکړه چې خلکو ته د موسيقۍ په ژبه د خپل اصيل فرهنګ ارزښتونه وړاندې کوي.
په نمانځغونډه کې د ننګرهار ۶ محلي هنرمندانو ته د ستاینلیکونو پر ورکولو سربېره په هېواد کې د سولې او امن په پار څو غزلې هم د موسيقۍ له زړه راښکونکو غږونو سره زمزمه شوې.
په ورته وخت کې د ننګرهار محلي سندرغاړو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له معنوي لورينې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د خپلې ټولنې ارزښتونو ته کار کوي او محلي موسيقي به ژوندۍ ساتي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته