سیاستخبرونه

د ملي پراختیا رئیس د سمنګانو له والي سره وکتل

کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر

د ملي پراختیا رئیس عبدالرحمن عطاش نن د سمنګان له والي مولوي عبدالرحمن کندزي سره وکتل.

عطاش وويل، چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د بې وزلۍ د کمښت، د کار موندل، د کليو د اقتصادي او ټولنيزې کچې لوړول او د لارو، پلګوټو او د عامه ټولګټو د بيارغونې په موخه د نوي پلان او ستراتيژۍ شريکول وو.

د سمنګان والي مولوي عبدالرحمن کندزي وويل، چې اوس د کرنې، صنعت او مسلکي کانونو په برخه کې د پرمختګ، خود کفايي او ګټورې ستراتيژۍ لپاره اقدام وکړ.

د سمنګان والي د ملي پراختيا د رئيس عطاش د اغېزمن پلان او تګلارې هر کلى وکړ او له مزارشريف څخه يې د حضرت سلطان ولسوالۍ یکه توت سيمې ته د ډبرو سکرو مارکېټ د لېږد پر اهميت خبرې وکړې.

په پای  کې د سمنګانو والي دغه ولايت ته د ملي پراختيا د رئيس سفر اغېزمن وباله او د دايمي همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته