امنیت

د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه يرغليز بريدونه نه ترسره کېږي

– کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند اجمل عمر شينواری وايي چې دغه ځواکونه ملکيانو او د استوګني کورونو ته د زيان اوښتو د مخنيوي په موخه پر وسله والو طالبانو يرغليز بريدونه نه کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ شينواري يوې په یوه خبري غونډه کې وويل چې طالبان تر خپل واک لاندې سيمو کې کورونه، ښوونځي او جوماتونه د ډال په توګه کاروي.
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به په هغو سیمو کې چې د ګواښ کچه په کې لوړه ده؛ عمليات پيل شي.
هغه وويل: د افغانستان وسله والو ځواکونو په يادو سيمو کې د يرغليز بريدونو طرحې جوړې کړې دي، خو موږ د جګړې ټولو نړيوالو قانوانیو ته ژمن يوو.
هغه زياته کړه: پنځه ولسوالۍ له وسله والو طالبانو څخه بېرته نيول شوې او د هېواد په نورو برخو کې د هغوی بريدونه په شا تمبول شوي دي او په روانه اوونۍ کې دښمن ته د سر زيات زيان او مالي تاوان اوښتي دي.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته