کابل، د چنګاښ ٨ مه، باختر
د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان په جنوب کې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د بېړنيو مرستو لپاره ١١٠ ميليونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دغه سازمان د څرګندونو له مخې د پکتيکا او خوست په ولايتونو کې ٣٦٢ زره تنه زيانمن شوي او دغه پيسې د دريو مياشتو لپاره په پام کې نيول شوې دي.
دغه سازمان وايي د افغانستان حکومت د شمېرنو له مخې د پکتيکا او خوست په ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله څه ناڅه زر تنه وژل شوي او څه د پاسه ١٥٠٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ټينګار کړى، چې دغې زلزلې د سر زيان برسېره د کورونو، روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو او د اوبو رسولو شبکو په ګډون يو لړ بنسټونه هم ويجاړ کړي او زرګونو تنو ته يې زيان اړولى دى.
د دغه سازمان د څېړنو له مخې د پکتيکا ولايت د ګيان، برملې او د خوست ولايت په سپيرې ولسوالۍ کې د استوګنې ١٩٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
له زلزلي وروسته د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت اعلام وکړ چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د سملاسي ملاتړ لپاره ۲،۵ ميليونه پونډه مرسته کوي.
چين هم د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د ۷،۵ ميليونو ډالرو په ارزښت بېړنۍ بشردوستانه مرستې برابرې کړې دي.
دغه راز د اسلامي امارت وياند پرون وويل؛ چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د چين په بشردوستانه مرستو بار دوه الوتکې کابل ته رسېدلې دي.
د اروپا اتحاديې هم پخوا اعلام کړى و چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د يو ميليون ډالرو مرسته کوي.
امريکا هم د دې طبيعي پېښې له مصيبت ځپلو سره د ٥٥ ميليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
دغه راز د ايران، پاکستان او هند په ګډون نورو هېوادونو هم د افغانستان زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې لېږلې دي.
\ ذ