سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ملګرو ملتو سازمان له افغانستان سره د درې ميلياردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

 کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان له مرستندويو هېوادونو غوښتي چې د ژمي له رارسېدو مخکې  له افغانستان سره د ٣ ميليارده ډالرو مرسته وکړي.

دغه سازمان خبردارى ورکړى، چې دوى له افغانستان سره د نغدي مرستو له تشې سره مخ دي او تشه بايد د ژمي له را رسېدو مخکې ډکه شي.

د ملګرو ملتو سازمان وړاندې له دې د روان عيسوي کال په بهير کې افغانستان ته  د بېړنيو مرستو د رسولو لپاره د ٥ ميليارده  ډالرو غوښتنه کړې وه.

په دغه سازمان پورې تړلو منابعو ويلي، چې يوازې ٤،١ ميلياردو ډالرو ته  لاسرسۍ پيدا کړى دى.

دغه سازمان  له افغانستان سره د نورو ٣ ميلياردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او  خبردارى يې ورکړى، چې دغه تشه بايد د ژمې له را رسېدو مخکې ډکه شي.

د ملګرو ملتو سازمان په خپل نوي رپوټ کې افغانستان د خوړو د ترلاسه کولو لپاره  لومړی هېواد بللى دى.

د ښځو په برخه کې د بشر د حقوقو نړيوال کتونکي مرستيالې (هيدربار) په دې اړه يوې خصوصي راډيو ته ويلي چې د (طالبانو د حکومت او نړيوالو ترمنځ د تعامل نشتوالى د افغانستان اقتصادي حالت خراب کړى دى) .

د ملګروملتو د سازمان په نظر په افغانستان کې ٨،١٩ ميليونه تنه  د سملاسي خوراکي توکو مرستو ته اړتيا لري له دې جملې څخه په افغانستان کې ١،١ ميليونه ماشومان د مړينې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتو د سازمان دغه مقام  په داسې حال کې  په افغانستان کې  له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټينګار کوي، چې اسلامي امارت په وار وار ويلي، چې  د اسلامي امارت  او د نړۍ هېوادونو ترمنځ د  روانو ستونزو د حل يوازينۍ لار د افغانستان له نوي نظام سره تعامل دى.

د دې ترڅنګ اسلامي امارت ټينګار کوي چې بشري مرستې دې بايد له سياسي ملاحظاتو پرته ترسره شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته