اقتصاد

د ملګرو ملتو سازمان له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د ځانګړي صندوق د جوړولو خبر ورکړ

کابل / د تلې ۳۰مه / باختر
د ملګرو ملتو سازمان، په افغانستان کې له بې وزلۍ او له دې امله له انساني بحران سره د مبارزې لپاره ځانګړي صندوق جوړ کړ.
د دغه صندوق په جوړېدو سره ټاکل شوې ده د افغانستان له خلکو سره د نړۍ د هېوادونو مرستې په مستقيم ډول له اړو کسانو سره د مرستې په خاطر ولګولې شي.
المان لومړنى هېواد دى چې له دغه صندوق سره يې د ۵۸ میليونو ډالرو مرسته وکړه چې په افغانستان کې له بې وزلۍ سره د مبارزې په لاره کې ولګول شي.
د ملګرو ملتو سازمان د پرمختيايي ادارې رييس اخيم اشټاينر له خبريالانو سره په غونډه کې وويل چې د دغه صندوق پيسې به پر اړو کورنيو د خوراکي توکو د برابرولو ترڅنګ د کاري فرصتونو د برابرولو او آن خصوصي برخې ته د پور ورکولو په برخه کې ولګولې شي چې افغانان وکولاى شي په خپل هېواد کې ژوند ته دوام ورکړي او د خپل هېواد پريښودو ته اړ نه شي.
اشټاينر د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د دغه صندوق له لارې په افغانستان کې د بې وزلۍ او انساني بحران د مخنيوي لپاره مرسته وکړي.
د وزګارتيا بحران، د دولتي کارکوونکو د حقوقو نه ورکول، د نړيوالې ټولنې له خوا د افغانستان د نږدې ١٠میلياردو ډالرو کنګل کېدل او دغه راز د بانکي خدمتونو په بهير کې نيمګړتياوې په افغانستان کې د بې وزلۍ او له دې امله د انساني بحران د زياتوالي علتونو بلل شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته