ټولنه

د مواصلاتي لارو تړل کېدل د فاریاب د څو ولسوالیو خلک له بشري ناتار سره مخ کړي دي

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
په وروستیو اوونیو کې د واورې اورښت له امله د فاریاب د لولاش او بندر د سیمو مواصلاتی لارې تړل شوې دي او د دغه سیمو خلک یې له جدي ستونزو او بشري ناتار سره مخ کړي دي.
د باخترآژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې، په هغه بېړنۍ غونډه کې چې د دغه ولایت د امنیې قوماندان او د سیمې خلکو په ګډون جوړه شوې وه له مسوولو مقاماتو وغوښتل شول، چې باید ډېر ژر دغه ستونزې ته رسیده ګي وشي.
د غونډې برخه والو د خوراکي توکو د کمښت او د بیو د لوړ والي له امله اندېښنه څرګنده کړه او په راتلونکوو اونیوو کې یې د قحطۍ د رامنځته کېدو خبرداری هم ورکړ.
هغوی د مرکزي حکومت او د ملي او نړیوالو مرستندویو موسسو له مسوولینو
وغوښتل چې ډېر ژر د دغه لرو پرتو سیمو د خلکو لاس نیوي ته ور ودانګي له دې پرته به خلک د هوا د سړښت او لوږی له امله له منځه لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومې په ۲۶ نېټه د یوې کورنۍ ۴غړي د لولاش ولسوالۍ په تګلوري کې د واورې د سخت اورشت او توپان له امله تر واورو لاندې شول، چې تراوسه پورې د هغوی مړي نه دي موندل شوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته