کابل، چنګاښ۲۸مه، باختر
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ هم د هېواد د یو شمېر نورو سیمو په څېر د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی.
د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمد نعیم ایوبي رسنیو ته ویلي، چې د چک ولسوالۍ د برېښنا بند او شاوخوا سیمو ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی او هره ورځ سلګونه هېواد وال د بېلابېلو ولایتونو څخه دې ولسوالۍ ته ورځي.
نوموړی په دغه ولسوالۍ کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي او وایي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه هېوادوال په ډاډه زړه د چک ولسوالۍ هرې سیمې ته چې غواړي سفر کولای شي.
د چک د برښنا بند په دغه ولسوالۍ کې هغه ځای دی، چې له ډېر پخوا څخه به د وخت د واکمنانو په ګډون عام خلک هم د سیل او چکر لپاره ورتلل.
سیلانیان هلته د ښایسته او پام وړ ځایونو د لېدو تر څنګ وخت ناوخته د کرکټ او والیبال د سیالیو ننداره هم کولای شي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د ډاډمن امنیت له رامنځته کېدو سره سم د هېواد ګوټ ګوټ ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او یواځې د تېر اختر په شپو کې زرګونو سیلانیانو له ځاځي اریوب، کونړ، نورستان او بیامیانو ولایتونو څخه لیدنه کړې ده.
افغانمل