خبرونهروغتیا

د میدان وردګو ۷۷ روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰ مېلیونو افغانیو په ارزښت درمل لېږدول کېږي

 کابل / د وري ۲۹ مه / باختر

د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست چاوراکي وايي چې ۷۷ کلینیکونو ته یې د ۳۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د درملو د وېش لړۍ پیل کړې او د ۱۷ مېلیونو افغانیو درمل پېري، چې ټولټال ۵۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راځی او تر راتلونکو دوو میاشتو به بسنه وکړي.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد زرک ځیرک وايي چې په تېره یوه میاشت کې یې له خپل ۹ کسیزه مسلکي ټېم سره یوځای د ولایت په کچه ۶۰ روغتونونه کتلي. په خبره یې، ستونزې یې درک او د حل په موخه یې جدي ګامونه اخیستي.

رییس زیاتوي چې د چارو د ښه ترسراوي په پار یې په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو سیستم ته لاره هواره کړې.

ډاکټر ځیرک وایي چې ۷۷ کلینیکونو ته یې د ۳۳ مېلیونو افغانیو په ارزښت د درملو د وېش لړۍ پیل کړې او د ۱۷ مېلیونو افغانیو درمل پېري، چې ټولټال ۵۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راځی او تر راتلونکو دوو میاشتو به روغتیايي مرکزونو ته بسنه وکړي.

دغه ریاست د ۶ کلینیکونو اسناد هم د ارتقا په موخه تر وزارته رسولي، د رییس په خبره، تر دې دمه یې له دې جملې د سید آباد ملک محمد خان روغتون له څلویښت بیستریز څخه اویا بیستریز ته ارتقا کړې ده.

ډاکټر ځیرک وویل چې د ولایت په کچه یې د روغتیا برخې ستونزې بار بار د یونیسف، یوناما، WHO او د وزارت له نمایندګانو سره شریکې کړې، چې په پایله کې WHO کابو د سل زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د طبی او غیر طبی وسایلو مرسته کړې.

د عامې روغتیا رییس زیاتوي چې په تېره یوه میاشت ک یې شاوخوا ۵۰ مسلکي او غیر مسلکي کسان په دندو ګومارلي دي.

مسوولین وايي چې په تېره کب میاشت کې په دغه ولایت کې د ۱۳۰ زرو ناروغانو درملنه شوې، ۱۲۰۰ ولادتونه، ۴۶۷ کوچني عملیاتونه او ۹۲ لوی عملیاتونه ترسره شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته