کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د میمنې ښار د ديني مدرسو ښځينه زده کوونکو نن په يوه غونډه کې د اسلامي حجاب د رعايتولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت له فرمان څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الدين محمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د ميمنې ښار د ديني مدرسو په سلګونو زده کوونکو په يوه غونډه کې د اسلامي حجاب ملاتړ وکړ.
د هغه د څرګندونو له مخې دغو زده کوونکو ( موږ اسلامي حجاب غواړو او د اسلامي حجاب د تطبيق او رعايتولو ملاتړ کوو) د شعارونو په ورکولو سره د اسلامي حجاب د تطبيق او رعايتولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د فرمان ملاتړ وکړ.
\ ج