خبرونهاقتصادټولنه

د نادریه لېسې څلور لارې ته غځېدلی سړک ورغول شو

 کابل/ د غوايي٣٠مه/ باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د نادریه لېسې څلور لارې ته د غځېدلي سړک د ترمیم او رغونې چارې بشپړې کړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست فني  او تخنیکي ټيم یاد سړک د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي  ترميم او ورغاوه.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست مرستيال قاري خيرمحمد خيرخواه څرګنده کړه، هغه سړکونه چې بيارغونې ته اړتيا لري، ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، چې ښاریان باید د خپلو غیر قانوني کړنو په ځانګړي ډول د ګرځنده موټرونو مینځلو له لارې سړکونه او ويالو ته زیان ونه رسوي.
\  ذ
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته