سیاست

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له جمهوررئیس سره په کتنه کې: افغانانو له تروریزم سره په جګړه کې تر هرچا ډېره قرباني ورکړې ده

کابل_باختر د کب دمياشتې ٤ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي بورګ برڼد سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ناروې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالې همکارۍ، د سولې د بهیر، له تروریزم سره د مبارزې، د راتلوونکو انتخاباتو، د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو او روزلو او د یو شمېر نورو مسلو په باب خبرې وکړې.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې جمهوررئیس کرزي ته وویل چې په افغانستان کې  ستاسو په مدبرانه مشرۍ مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي.
ده، د افغان امنیتي ځواکونو قابلیتونه وستایل، ويې ویل: د افغانستان امنیتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې د خپل هېواد امنیتي چارې په ښه توګه ترسره کړي او زه د دغو ځواکونو ځواکمنتیا واقعا متعجب کړی یم.
ښاغلي بورګ برڼد وویل، ناروې او افغانستان دوه متحد هېوادونه دي او هېواد به یې د بیارغونې په برخه کې په خاصه توګه د تعلیم او روغتیا په برخوکې له افغانستان سره  خپلو همکاریو ته دوام  ورکړي.
جمهوررئیس حامد کرزي ناروې د افغانستان د خلکو  دوست هېواد وباله ويې ویل چې د دغه هېواد او د نړیوالې ټولنې په مرستو او همکاریو په تېره یوه لسیزه کې د افغانانو په ژوندانه کې ډیر مثبت بدلونونه را منځته شوي دي چې افغانان له دغو مرستو او همکاریو څخه منندوی دي.
د هېواد جمهوررئیس په سیمه کې له تروریزم سره مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې له تروریزم سره جدي مبارزه د پاکستان رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري او پاکستان باید د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو لپاره په اقدام لاس پورې کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د تروریزم د ځالو په اړه  خپل نظر څرګند کړ او ويې ویل چې د تروریزم ځالې په افغانستان کې نه دي او افغانانو له تروریزم سره په جګړه کې تر هرچا ډېره قرباني ورکړې ده.
ده وویل: دی په دې باور دی چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ولاړ شي او هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته