ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې د يوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د کابل ولايت په مربوطاتوکې پرون مازيګر ديوې ترافيکي پيښې له امله ديوې کورنۍ اته تنه غړي ووژل شول.
دکابل د ترافيکو يوه خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ٤٠٤ ډوله مسافر وړونکى بس موټر چې له کابل څخه مزارشريف ته روان و؛ د ميربچه کوټ د والي بڼ په ساحه کې له سړک څخه ووت او له يوه سراچه موټر سره چې قرباغ ته روان و؛ ټکر وکړ او له امله يې د پنځو ماشومانو او د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ اته تنه غړي چې د سراچه موټر سپرلې وې؛ ووژل شول.
٤٠٤ ډوله موټر د پيښې له ساحې څخه تښتيدلى او د ترافيکو پوليسو دهغه د موندلو په لټه کې دي.
د کابل د ترافيکو خبرځايونو ددغه شان پيښو علت د موټر چلوونکو بې احتياطي او بې پروايي وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته