خبرونهامنیت

د ناټو سرمنشي او د بلجیم دفاع وزیره د افغانستان او ناټو پر لومړیتوبونو وغږېدل

کابل/ د سلواغې ۲۳مه/ باختر
د ناټو سرمنشي ستولتینبرګ نن د ناټو په مقر کې د بلجیم دفاع وزیرې لودویان دیدوندر ته د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته د ویدیو کنفرانس په بڼه جوړه شي، ښه راغلاست ووایه. دا د دواړو لومړۍ کتنه وه. د ناټو سرمنشي د بلجیم له دفاع وزیرې مننه وکړه چې هېواد یې په افغانستان کې د ناټو په روزنیز پروګرام کې ونډه اخلي. د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ دواړو لوروپه افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور په اړه هم خبرې وکړې. په دې اړه به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم خبرې وشي. د ناټو سرمنشي وویل: موږ اوس له یو سخت انتخاب سره مخ یواوهغه دا چې یا به هلته پاتې کېږو او نظامی حضور ته به دوام ورکوو او یا به راوځو اودا خطر به منو چې افغانستان بیا د ترهګروپر پټنځای بدل شي. هغه زیاته کړه: طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي: تاوتریخوالی کم کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي؛ خود دې پرځای طالبانو هلته تاوتریخوالی ډېر کړی دی او ډاکټران، قاضیان او خبریالان هم د دغه تاوتریخوالی ښکار دي. د ناټو سرمنشی زیاته کړه: موږ افغانستان ته د دې لپاره لاړو چې د سپتمبر د ۱۱مې پېښو د تکرار مخه ونیسو، دا کار مو وکړ. په هر حال، هغه لاره چې اوس یې موږ باید غوره کړو دا ده چې ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان کله هم د ترهګرو لپاره اډه نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته