خبرونهامنیت

د نشه يي توکوشپږقاچاق وړونکي په دریو ولایتونوکې ونیول شول

کابل / د لړم ۲۴ / باختر
پولیس نن د نشه يي توکو٦ قاچاق وړونکي په دریو ولایتونوکې نیولي دي.
د کورنیوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د نشه يي توکوپرخلاف د مبارزې پولیسو په تخار، غزني او خوست ولایتونوکې د یولړکشفي عملیاتوپه پایله کې د نشه يي توکو٦ قاچاق وړونکي ونیول.
له نیول شویو کسانوڅخه یوه اندازه چرس، هرویین، اپین، ښېښه او یوه تومانچه ترلاسه شوى ډى.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې له لومړنیوتحقیقاتو وروسته اړوند بنسټ ته وسپارل شوې دي. پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته