خبرونهامنیتنړۍ

د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره باید ټوله نړۍ لاس په کار شي

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش له نشه يي توکو سره د مبارزې په نړیواله ورځ د دغې پدېدې پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د جون ۲۶ مه نېټه د نشه يي توکو او د هغه له قاچاقو څخه د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا په داسې حال کې ده چې نشه يي توکي د وسلو او تېلو له سوداګرۍ وروسته په نړیواله سوداګري کې لوړ ځای لري او د ورانکارو جنايي او مافیايي ډلو ترڅنګ یو شمېراستخباراتي سازمانونه د هغې زیاتې ګټې په دلیل چې د سپینو زرو له قاچاقو څخه ترلاسه کېږي د هغه په تجارت لاس پورې کوي او آن کولای شو ووایو چې یو شمېر دولتونه د نشه يي توکو په کار او بار کې لوی لاس لري.

نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د میلیونونو روږدو کسانو شتون په مهمه ټولنیزه او امنیتي ستونزه بدله شوې ده، روږدي کسان په کارونو کې د ناتوانۍ او د ټولنیز انزوا په دلیلونو چمتو دي، چې هر کار ترسره کړي ترڅو لږ تر لږه خپل ورځنی لګښت ترلاسه کړي او دغه قشر په آسانۍ سره د ورانکارو ډلو په خدمت کې ګومارل کېږي او ورانکار، د امنیت او ټولنیز ثبات ضد کارونه ترسره کوي.

کولای شو ووایو چې نشه يي توکي د ټولنې او امنیت په برخه کې یوه نړیواله مهمه ستونزه ده.

په همدې دلیل چې د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي انتونیوګوترش په نړۍ کې له دغې پدېدې سره په مبارزه کې په جدي مبارزې ټینګار کوي ځکه نشو کولای نشه يي توکي په یو یا دوو هېوادونو پورې تړلې ستونزه وبولو واقعیت دا دی چې په نړۍ کې د نشه يي توکو ستونزه د لسګونو میلیونو کسانو پر ژوند سیوری اچولی دی.

نن که چېرې د افغانستان په شان هېواد د نشه يي توکو د سترو تولیدونکو هېوادونو په ډله کې یادېږي باید د انتقاد ګوټه یواځې د هغوی په لور ونه نیول شي عادلانه داده چې د دغو هېوادونو ستونزې هم وڅېړل شي او وموندل شي چې د هغوی ستونزه څه ده او ولې له نشه یي توکو سره د دغه هېواد د مبارزې بهیرد نړیوالې ټولنې په نظر ناکامه دی.

په دې لیکنه کې په لنډه توګه په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه څېړو، د اسلامي امارت مشر تابه په ټولو برخو کې له دغې ناوړې پدېدې سره د مبارزې لپاره بشپړه ژمنه لري.

امیرالمومنین د یو فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کرل او د نشه يي توکو تولیدول منع کړي دي، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لپاره پروګرامونه جوړ شوي دي.

خو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې، قاچاقو او تولید د ستونزو ټولو اړخونو څېړنه د اسلامي امارت کار نه دی افغانستان چې په تېرو ۴۰ کلونو کې له نا امنیو او یرغل سره مخ و دغه شان یو حالت ورانکارو او مافیايي بانډونو ته د دې فرصت برابر کړ، چې د نشه يي توکو د یو تولیدونکي هېواد په توګه د افغانستان د بدلولو په فکر کې وي.

هغوی له بېلا بېلو لارو کیمیاوي توکي چې د ډول ډول نشه يي توکو د تولیدولو لپاره کارول کېږي افغانستان ته قاچاقوي، په داسې حال کې هغه هېوادونه چې ادعا کوي افغانستان د نشه يي توکو ستر تولیدونکی هېواد دی هېڅ کله يې افغانستان ته د دغو کیمياوي توکو د قاچاقو د مخنیوي لپاره کوم کار نه دی کړی او خپل ترانزیتي تګلوری يې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو پر مخ نه دي تړلي او د خپلو هېوادونو په بازارونو کې د غوښتنې د کمښت لپاره کوم کارنه دی کړی او په لسګونو نورې ناخوالې چې کیدای شول د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو سره لرې شي.

د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي خبرې چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پر نړیوال پیوستون ټینګار کوي یوه ښه خبره ده د نشه يي توکو تولید او قاچاق په یو هېواد پورې اړوند نه دی بلکې ځنځيري اړیکې لري چې د ځنځيري همکاریو غوښتنه کوي د دې اړتیا ده چې د نړۍ هېوادونه د نورو مواردو په شان له نشه يي توکو سره د مبارزې پر وړاندې یو اتلاف جوړ کړي او د دغې ستونزې د بشبړ حلولو لپاره یو بل سره همکاري او همغږي ولري.

ع-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته