امنیت

د ننګرهارپه مرکزکې په چاودنه کې یوماشوم ټپي شو

کابل / د تلې / ۷ / باختر
یو ماشوم په ننګرهارکې د ماین په چاودنه کې ټپي شو.
دغه ماین د ننګرهارپه مرکز جلال آباد ښارپه واټ کې ځای پرځای شوی واو نن سهار د اسلامي امارت د غړو د کاروان د تېرېدوپه وخت کې وچاودېد.
د ننګرهار یوې امنیتي سرچېنې باختراژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې یوماشوم ټپي شو.
خو د پېښې عیني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې یوماشوم او د اسلامي امارت د دوو غړوپه ګډون څلورتنه نورټپیان شوي دي.
تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو مخکې له دې په ننګرهارکې د داعش ډله د دغه شان پېښو عامل بلل شوې دي .
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته