روغتیا

د ننګرهار د مرکزي روغتون د سترګو د درملنې څانګه پرانستل شوه

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
د ننګرهار د مرکزي روغتون د سترګو د درملنې څانګه له بيا رغاونې وروسته پرانستل شوه.
دغه څانګه د يو ميليونو دوه سوه اويا زروافغانيو په لګښت بيا رغول شوې اوپه پرمختللو طبي وسايلو او تجهيزاتوسره سمباله شوې ده .
مخکې له دې دغه څانګه په ابتدايي ډول ناروغانوته د خدمتونو په وړاندې کولوبوخته وه خو ويل کېږي چې اوس کولاى شي د ناروغانو د سترګو هرراز ستونزه حل کړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نصير احمد دراني باختراژانس ته وويل چې له دې وروسته به په دغه څانګه کې د سترګو عمليات هم ترسره شي.
هغه وويل: د ننګرهار د مرکزي روغتون د سترګو د درملنې د څانګې بيا رغاونه ناروغانوته د خدمتونو وړاندې کول ښه کړي دي چې اوس دغه مرکز کولاى شي هره ورځ د لسګونو ناروغانو د سترګو هر ډول ستونزه تداوي کړي .
مخکې له دې په ننګرهارکې د سترګو زيات شمېر ناروغان دې ته اړ و چې د زياتو پيسو په ورکولو سره خصوصي روغتونونواو کابل ته د درملنې لپاره مراجعه وکړي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته