ټولنه

د مدني ټولنې غړو په باميانو کې دلرغونو ساحو په ساتنې ټينګاروکړ.

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٠ :
په باميانو ولايت کې د مدني ټولنې  په لسګونو تنو غړو د يوې غوڼدې په ترڅ  کې په باميانو کې دشنو اوسرو ساحو  په ساتنې ټينګار وکړ.
د باميانو له ولايت څخه دباخترآژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې دباميانو دمدني ټولنې رئيس محمداسماعيل ذکي دخبرو په ترڅ کې وويل  چې په دې وروستيو وختو کې  دخاصې کړۍ له خوا دشنو ساحو دساتنې لپاره  دباميانو دښاروالۍ او دسيمه ييز حکومت داقداماتو په وړاندې  جنجالونو ته لمن وهل کيږي چې دا کار  دعامه ذهنونو دمغشوش کيدو سبب شوى  دى  او په ناوړو تبليغاتو لاس پورې کوي.
دده دڅرګندونوله مخې :  دباميانو دمدني ټولنې غړي  دباميانو دلرغونو ساحو او دفرهنګي ماستر پلان په ساتنې  دټينګار په ترڅ کې په دې باب خپله انديښنه څرګندوي .
په دې غونډه کې د هرراز قانوني اقداماتو چې دشنو اوسرو ساحو دساتنې لپاره  ترسره کيږي ملاتړ څرګند شو.
څرنګه چې  باميان  ديونسکو دعلمي سازمان دميراثونو په ليست کې شامل  دى دافغانستان حکومت اوپه تيره بيا دباميانو سيمه ييزې ادارې  دلرغونو  آثارو  اودباميانو دسرو اوشنو تورريستي ساحو په ساتنې مکلف کوي.
ددوى دڅرګندونوله مخې ؛ څرنګه چې دباميانو ولايت له ګرځندوى  او توريزم پرته بله عايداتي سرچينه نلري  دباميانو له ټولو اوسيدونکو څخه غواړي چې هرڅوک بايد دباميانو  دسرو اوشنو ساحو دساتنې په برخه کې  دمسووليت احساس وکړي اوپه دې اړوند خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي .
دمدني ټولنې غړو دباميانو  دلرغونو ساحو دساتنې په باب هم په څلورو مادو کې  يو پريکړه  ليک صادرکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته