خبرونهامنیت

د نهرین امنیتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې ټینګ سنګردي

کابل / د سلواغۍ ۲۲ / باختر
په نهرین ولسوالۍ کې مېشت امنیتي ځواکونو د دې وړتیا لري چې په دغې ولسوالۍ کې امنیت تامین کړي.
د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي د باخترآژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې په نهرین ولسوالۍ کې طالبانو د دغې ډلې د نورو غړو په همکارۍ سږکال هلې ځلې وکړې چې د نهرین ولسوالۍ ونیسي خو د امنیتي او دفاعي ځواکونوله مقاومت سره مخ شول اود سر زیانونه يې وزغمل.
د نهرین ولسوال سره له دې چې په دغه ولسوالۍ کې له مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه د طالبانو پر وړاندې د ټینګ سنګرپه توګه یاد کړاو وېې ویل چې په نهرین ولسوالۍ کې د طالبانو یوه بله هڅه دا ده چې طالبانوته د همکاری په خاطر د جهاد د دوران په تېره بیا د قوماندان خاله کفتراړایستل و چې د طالبانو له لیکو سره د کفترې د قوماندانانو پيوستون د نهرین ولسوالۍ په امنیتي چارو کومه منفي اغېزه نه ده کړې.
مرادي زیاته کړه ، اوس قوماندان کفتر دومره توان نه لري چې دغې ولسوالۍ ته خطر رامنځته کړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته