خبرونهاقتصاد

د نورالجهاد سب سټېشن د عملي چارو پر ژر پیل ټینګار وشو

کابل / د وري ۲۳مه / باختر
د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.
د باختر آژانس خبر له مخې؛ په دې ناسته کې دواړو لوریو د نورالجهاد سبسټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ مزي تړون چې څه موده وړاندې لاسلیک شوی و، ټینګار وکړ چې د یاد سبسټېشن عملي چارې باید ډېر ژر پیل شي، چې د هرات اوسېدونکو ته با کیفیته برېښنا برابره شي.
دغه راز په ناسته کې دواړو پلاوو د ۵۰۰ کیلوولت برېښنا مزي په اړه هم بحث وکړ او د افغانستان برېښنا شرکت د یادې پروژې د پلي کېدو لپاره خپل چمتووالی اعلام کړ او په ډاګه شوه چې د دغې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا په لګښت کې هم کمښت راشي.
د دې دوه ورځنۍ ناستې په بهیر کې، د ټاپ پروژې په اړه هم هر اړخیزې خبرې وشوې او یادونه وشوه چې یاده پروژه ارزښتناکه ده او په پلي کېدو سره به یې د افغانستان ډېرې هغه برخې چې برېښنا نلري، له برېښنا څخه به برخمنې شي.
د برېښنا شرکت رهبري پلاوي د یادې پروژې د پلي کېدو لپاره خپل چمتووالی وښود او ترکمنستان پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې په ګډه به هڅه وکړي چې یاده پروژه ژر تر ژره عملي شي.


همدا رنګه، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا محمد عیسی آخند، ترکمنستان د افغانستان یو ښه ګاونډی هېواد وباله او څرګنده یې کړه چې دغه هېواد تل په سختو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی کړی دی.
په همدې حال کې د ترکمنستان له لوري د افغانستان او پاکستان لپاره د ټاپ پروژې مشر مرات آرتیکوف هم د برېښنا شرکت له مشرتابه مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې یې د برېښنا پورونه په وخت ورکړي دي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو پر زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته